HADDAD FARHAD




د حداد فرهاد ویب پاڼه
تعلیمی موسسات او سیاسي مسؤلیت           
لیکوال: ولي حداد فرهاد
 تعلیمي موسسات د یو هیواد د قوت بنسټ تشکیلوي . که چیري اساس سالم وي نوهیوادبه په صحیح مسیرحرکت کوي . که چیرې د تعلیمي موسساتو نه د سیاست ډګرجوړشي نو بیا د متعلمینو او محصلینو ترمنځ د ډیر کم عمر نه د اختلافاتو پیل کیږي او همداسې دوام پیداکوي . د اعلیحضرت ظاهرشاه او د شهید داود خان د حکومتونو په  دوران کې په کابل پوهنتون کی یو څه رقابتونه پیل شول چی بیا یې د جهاد ترمهاله دوام درلود او لا تراوسه  یې تاثیرات لیدل کیږي همدا سیاسي مخالفتونه وو چی کورنۍ جګړې یې وزیږولې او بهرنۍ لاس وهنې پیل شوې . د سیاسي ګروپونو تر منځ رقابتونه کله داسې مرحلې ته ورسیدل چې دوی مسلح کړای شول . پداسې شرایطو کې  آیا ممکنه ده درس وویل شي ؟  په مکتبونو او پوهنتونونو کې متعلمین،محصلین او استادانباید ټوله توجه یواځې ښوونې ته ورکړي چی شاګردانوته یوه روښانه آینده ور په برخه شي . د دې په خوا کې باید سپورتي اسانتیاوو ، څیړنیزو مراکزو، سیمینارونو او کنفرانسونو ته توجه وشي چې د شاګردانو علمي سویه لوړه شي نه داچې یو ګروپ د بل ګروپ پرضد و هڅول شي چی په مظاهرو کې ګډون وکړي . څه موده وړاندې په  کابل پوهنتون کی د مظاهرو له کبله یو شاګرد خپل ژوند له لاسه ورکړ او نور ډير شاګردان پکی ټپیان شول . باید داسی پیښه هیڅ منځ ته نه وی راغلې .هیڅ سیاسی اختلاف د یو ژوند  نه  لوړ نه  دی دا د دولتي چارواکو او هم  د پوهنتون  د مسؤلینو دنده ده چې په پوهنتون کې داسې منفی سیاسي فعالیتونو ته چی تشدد نه پکې کاراخیستل کیږي   اجازه  ورنکړی . طبعي ده چې ځوانان احساساتي او باانرژي وي نو ولې د دوی د انرژۍ نه مثبته استفاده ونشي . ځوانان تل دیوهیواد آینده تشکیلوي او زمونږ هیلې چی هیواد به یوې صیح خوا ته رهبری شي اومسیربه ورکړل شي د ځوانانو پورې تړلې دي .کله چی  د ځوانانو تر منځ  دا رنګ درزونه پیداشي نو بیا ټول ملت خپلې هیلې دلاسه ورکوي . پدې واقعیت خو ټول او په خاص ډول تعلیم یافته طبقه ښه پوهیږي چې د بې اتفاقۍ نه مو اتفاق او بې سوادۍ نه مو سواد بهتر دی خوبیا دا پوښتنه پیداکیږي چې ورباندې پوهیږوهم نوبیا ولې  ور باندې عمل نه کوو او منفی جهت نیسو افغانستان یواځینی هیواد نه دی چیرته چې د یو نه زیات قومونه ژوند کوي .د نړۍ ډير هیوادونه شته چې هلته د مختلفو قومونو او مذاهبو خلک په سوله ایزه توګه ژوندکوي او غټه وجه يې دا ده چې پداسې هیوادونو کې عدالت وجود لري هغه څه چې مونږ ورته ډيره اړتیالرو د افغانستان ملت باید دا انتخاب له ځان سره اوکړي  چې  د احساساتو پر اساس فکر کوي او که د حقایقو او واقعیتونو پر اساس  .افغانستان  او نړۍ باید پدې پوه اوسي اودا یو روښانه حقیقت دی چې پښتانه په افغانستان کې یو اکثریت دي او د دوی حقوق په سیاسي ، اقتصادي او فرهنګې  لحاظ غصب شوي دي اوپه خاص ډول د تعلیم  په  ډګر کې . د هیواد په جنوبي او ختیزو سیمو کی دامنیت د نشتوالي له کبله او د هیواد په پرامنه سیموکې دبې عدالتۍ له کبله په  پښتنو کې د بې ثباتۍ او ناارامۍ یوه فضا وجود لري چی احتمال لری نوره هم خرابه شی . دا هم یو واقعیت دی چی چون پښتانه یواکثریت دي نوکله چې د هیواد اکثریت  ته اساسي ستونزی متوجه شی نودا بیا بی امنیتی اوبی ثباتی زیږوی . د بی ثباتۍ او نا امنۍ په حالت کې مونږ نشوکولای چې په اوږد مهال  کی  هیڅ  هم ترلاسه کړو . یواځې په فاریاب ولایت کی ۱۷۰۰۰ کورنۍ پښتانه د خپلو کورونو نه په زور وویستل شول چې اوس په خیموکې اوڅه ئې په کابل او دهیواد په نورو برخو کې ژوندکوي . همدا شان هلمند او کندهار ته هم په زرهاوو کورونه راغلي چې نه  تعلیم ته  لاسرسی لری او نه کوم کار او روزګار یعنی په  خپل هیواد کې کډوال دي د یو ملت په  صفت راځۍ چې هرکوچني ته وښایو چې افغانستان یو واحد ملت دی او په سوله ایزه توګه ټول ورونه قومونه بایددلته  په عزت او آبرو کې ژوندوکړی . 
د ملي قهرمانانو پر وړاندې د ملت مسولیت        
لیکوال: ولي حداد فرهاد
 لکه څرنګه چې اولادونه د خپلو پلرونو او نیکونو په نقش و قدم باندې پر تللو ویاړل کیږي یو ملت هم داسې مثال لري . افغانستان ته د یو سفر په دوران کې زه د کابل نوي ښار د مرغ فروشۍ کوڅې ته ولاړم  او د میرویس نیکه ، احمدشاه بابا  او غازي امان الله خان عکسونه مې واخیستل . ما سره پوست کارتونه په لاس کې وو چې  یو متعلم مې مخې ته راغی  او پوښتنه یې رانه اوکړه چې څه مې واخیستل . ما ورته پوست کارتونه وښودل . دا متعلم د اووم او یا اتم  ټولګي زده کوونکی وو.  زه ډیر حیران او پریشان شوم چې کله دې متعلم پوست کارتونه وکتل او له ما نه یې پوښتنه اوکړه چې دا څوک دي دا چې زه د پاکستان نه راغلی وم او د پاکستاني پیسو لوټونه مې په جیب کې درلودل نو هغه مې را وویستل او د هغه متعلم نه مې پوښتنه اوکړه چې په دي لوټونو د چا عکس دی . هغه سمدستي جواب راکړ چې دا قایداعظم دی . ما له ځان سره فکر اوکړ چې که چیرې مونږ هم په خپلو لوټونو ، تعمیرونو ، مکتبونو او کتابونو د خپلو ملي مشرانو او بنسټګرو عکسونه درلودی نو نن به له داسې سوال او ځواب سره نه مخامخ کیدی . د یادونې وړ ده چې دا متعلم په افغانستان کې زیږیدلی او لوی شوی وو. زما نیوکه په دې متعلم نده . زما هدف دا دی چې باید مونږ  خپل ملي مشران وپیژنو ځکه چې دا زمونږ مسولیت دی . هر ملت ځینې داسی ارزښتونه لري چې هغه د ملت د ټولو افرادو شریک وي او ټول ورته یو شان  احترام لري . یو څو کاله وړاندې یو شخص د غازي امان الله خان په اړه غیر قابل تحمل کلمات استمال کړل او بد رد یې وویل پدې اساس چې دموکراسي او د بیان آزادي ده  او څوک چې هر څه وغواړي ویلی یې شي . خو داسې نده . دا صحیح ده چې په دیموکراتیکه ټولنه کې د بیان ازادي شته خو هر څه خپل معیارونه او حدود لري . هند او امریکا د ولسواکو هیوادونو بهترین مثالونه دي . آیا په امریکا کې څوک داسې ادعا کولی شي چې جارج واشنګټن د امریکا بنسټګر ندی  او یا په هند څوک داسې وایي چې ګاندهي د هند ملي مشر ندی . نه هیڅکله نه . په هر هیواد کې ځینې داسی معنویات او واقعیتونه وجود لري چې هیڅوک ترې سترګې نشي پټولی لکه څوک نشي کولی ځان ته خپل پلار وټاکي . همدا حال د یو ملت دی . عجیبه خو داده چې زمونږ د ملي مشرانو په اړه د نورو هیوادونو په کتابونو کې زیات تر معلومات دي . يواځينۍ لیار چې زمونږ ځوان نسل د خپلواکۍ په اصلي معني پوهولی شي هغه داده چې مونږ خپل تاریخ ته مراجعه اوکړو  . یو وخت مونږ د اصفهان نه تر ډیلي پوري حکومت کوه . اوس نور هیوادونه په ښکاره زمونږ په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي . مونږ خپل تاریخ ته باید د یو ملت په حیث اوګورو ، خپل کلتور ته وده ورکړو او دخپلو ملي مشرانو احترام اوکړو که چیري مونږ ټول ملت په ملي ارزښتونو لکه ملي سرود ، بیرغ ، اساسي قانون ، ژبې ، دین او ملي مشرانو باندي هم نظر او نه اوسو نو بیا بهرنیان چې څرنګه اوغواړي مونږ د خپلو ګټو لپاره استعمالولی شي . لکه څرنګه چې مو لیدلي چې مونږ شاید یواځینی ملت اوسو چې په ډیره اسانه خپلو ملي ارزښتونو ته تغیر ورکولی شو پداسی حال کې چې ملي ارزښتونه د ملت هویت ټاکي .  راځۍ چې په داسې څه  فکر اوکړو چې زمونږ په ګران هیواد کې یووالی ، خپلواکي ، نیکمرغي او پوهه راولي . 
  په افغاني کلتور او ارزښتونو باندې بهرنی يرغل        
لیکوال: ولي حداد فرهاد

ارواښاد حداد صاحب د شپېتو کلونو راهیسې خپل ټول ژوند افغاني کلتور او تاریخ ته، چه افغاني ناسیونالیزم يې بنسټ و، وقف، هغه یې څېړلی او پرمخ بېولی دی. د هغوی مینه د ګران هیواد په هکله لیکل وه. د دسمبرپه ۱۴مه ۲۰۱۱ یعنې یوه ورځ لدې نه مخکې چه ددې نړۍ نه ولاړ شي خپله وروستۍ لیکنه یې د خپرونې لپاره آماده کړه او ویي ویل: تر هغه وخته چه زما سترګي دید ولري او د قلم د نیولو توان مې په ګوتو کې پاتې وي د ګران افغانستان په هکله به د لیکنو لړۍ جاري وساتم نن موږ ټوله ددې شاهد یو چه زموږ هیواد له هرې خوا د یو وژونکي کلتوري برید سره مخ دی، هغه کړۍ چه زموږ ژبه، کلتور او ارزښتونه را ورانوي خپل شوم پلانونه بېله کوم مقاومته په مخ بیایي. دا زموږ دنده ده چه د هغو دښمنانود بریدونو په مقابل کې دفاع وکړو چه د ملګرو په نوم یې زموږ مادي او معنوي ارزښتونه تر شدید یرغل لاندې راوستي دي او هغه د منځه تللو په حالت کې دي. که تاریخ ته ځیر شو موږ ولیدل چه څرنګه استعمار(د اقوامو ترمنځ تفرقه راولئ او حکومت وکړئ) تر شعار لاندې خپلي استعماري نقشې او مرامونه د نړۍ په بېلو بېلو برخو کښې د عمل په ډګر کې خپرې کړې، خو د تاریخ په مختلفو دورو کښې افغانانو تل د خپلې آزادۍ نه په کلکه دفاع کړې ده. چا چې د افغانستان د نیولو خوب په سر کې درلود د افغانانو لخوا په وار وارله وژونکې ماتې سره مخامخ شوي چه د دوی دغو مستقیمو مداخلو په افغانستان کې او غاښ ماتېدونکو ماتو د استعماري تاج او تخت په مخ چندانې ښه نښهپرې نه ښوده. د هغو وژونکو ماتو په ارتباط اوس هم د همهغو زړو تګلارو لړۍ په یو يا بل شکل سره د هغو کسانو لخوا چه دعوه لري د افغانانو ملګري دي په مخ بېول کېږي. د ۱۹۷۸ م راهيڅې په افغاني ارزښتونو باندې د استعمار او د هغوی د ګوډګيانو لخوا يرغل دوام لري دا روښانه خبره ده چه د یوه هیواد د کلتوري ارزښتونو زیانمن کول د هغه هیواد د غیرمستقیم نیولو په معنا ده، نو که څوک وغواړي یو ملت له منځه یوسي، تر ټولو ښه لار یې لومړی د هغه ملت کلتوري ارزښتونو او د ژبو له منځه وړل دي. د يوه ملت او یو هیواد د هرې برخې خرابېده به بېرته جوړ شي، خو عنعنوي او لتوري ارزښتونه بیا لاس ته نشې راتلای نن موږ ګورو چه زموږ ګاونډیان د بېلا بېلو وسيلو له لارې د افغانستان د خرابۍ لړۍ جاري ساتلې او ډېرې رسنۍ د پردی کلتور او ژبي لپاره کار کوي. ددې خارجي تمویل سوو رسنیو له لارې موږ هغه کلمې او لیکنې اورو او وایو چه زموږ دري ژبي ویونکې ورسره نا اشنا دي او دا زموږ په دري ژبه کې د ګاونډیو ملکونو مستقیمه مداخله او اثرات دي چه د افغانستان دري ژبه په ایرانۍ فارسي اوښتې ده او دا کېدای شي زموږ بې مثاله افغاني کلتور او د ژبې ارزښتونو ته ډېر زیانمن وګرځي بل طرف ته زمونږ ملي ، اسلامي او پښتونولۍ اصيل روايات په مسلسل ډول د بهرنيانولخوا تخريبيږي کله چه د افغان ملت ګوند په ۱۹۶۶ کې د ارواښاد غلام محمد فرهاد، چه په پاپا مشهور و په مشرۍ جوړ شو ددې ګوند یو د اهدافو نه دا و چه د افغانستان تاریخ او  کلتوري ارزښتونه او ملي رهبران لکه میرویس نیکه، احمدشاه بابا او نور مشران نوي نسل ته بیا ور وپېژني .  کله چه ارواښاد حداد صاحب د اتیايمې لسیزي په پای کې د افغان ملت ګوند له مشرۍ نه استعفا وکړه، نوهدف یي دا و چه د افغان ملي فلسفه د يوګوند د محدودې نه ووزي او په یو ملي مفکوره او حرکت بدل شي او نن د هغو هلوځلو نتیجې موږ په پښتني حلقوکې په واضح توګه وینو. ارواښاد حداد ښاحب د امریکې جمهور رئیس ښاغلي اوباما ته په لیکلي بڼه لاندیني درې وړاندیزونه کړي وو په افغانستان کې سمدستي اوربند د طالبانو سره د سولې خبرې شروع کول د ټولو خارجي قواوو وتل او د یو سالم سیاسي حل لپاره  ګړندۍ او جدي هلې ځلې بايد وپوهېږو چه موږ د ملي وحدت له لارې کولای شو یو دوامداره سوله لاس ته راوړو او د وطن د ا بادولو لپاره یوه معقوله او صحیح زمینه چمتو کړو. تاریخ ښودلې هغه عملونه یا کړنې چه د افغانانو د غوښتنو او کلتوري اومذهبي ار زښتونو په خلاف ترسره شوي د یو ډېر غاښ ماتونکې ماتې سره مخامخ شوي دي په افغانستان کې د ۱۹۷۸ميلادي کال له پېښو نه تراوسه پورې که د کمونیزم ترنامهلاندې ریفورمونه رامنځ ته شول او یا دبيرون نه راغلې ډېموکراسۍ تر سیوري لاندې نوي فکرونه پیدا شول هغه ټول د جدي مقاومت سره مخامخ شول، نو موږ باید خپلې افغاني ملي لارې چارې چه زموږ ملي تاریخ ثبت کړي تعقیب کړو. ددې ډېره ښه بېلګه د ارواښاد حداد صاحب د افغان ملي فلسفې او پښتونولۍ تر عنوان لاندې يو ارزښتناک اثر دی چه د ۱۹۹۰ په آخري لسيزه کې خپور شوی او دا ملي لارې چارې یې په ډېره ښه او مفصله توګه وړاندې کړي دي. دا اثر به په نژدې راتلونکې کې د هیواوالو لپاره بیا چاپ او خپور شي. ددې مهم اثر بیا خپرول به د نوي نسل لپاره د افغاني کلتور د ارزښتونو سره اشنایي او د هغو د ساتلو لپاره به د یوملي مقصد د شروع ټکی وي. ملي مشرانو ته احترام ، د هیواد ټولوژبو، دين او داقلیتونو حقوقو ته درناوی د ملي هویت او د هیواد د بنسټ جوړولو اساس دی کله چه زه په پېښور کې په درېیم ټولګۍ کې وم زما یو ډېر نژدې ملګري )اجمل شمس( چه له ما نه درې کاله مخکې وو زموږ د ښوونځۍ په یو ادبي پروګرام کې برخه واخیسته او یوه مقاله یې واوروله چه تراوسه هم زما په غوږو کې شته. هغه وويل چه د قلم زور د تورې د زور نه زیات دی. دا خبره په رښتیا هم یو حقیقت دی او ځوان نسل ته باید دا پیغام ولېږل شي او تاکید پرې وشي چه پوهنه او پوهه زموږ د ګران هیواد افغانستان د اوسنیو بدبختیو څخه د خلاصون یوازینۍ لار ده خو ددې په خوا کې بايد خپل هيواد ، هيوادوالو اوملت ته صادق هم اوسو 

(ليکوال د ارواښاد قدرت الله حداد زوی او د افغان ملت ګوند دموسس ديپلوم انجينير غلام محمد فرهاد وراره دی)  
ملی ګټې او زمونږ  مسولیت
لیکوال: ولي حداد فرهاد
 دتیرو درېو لسیزوجنګونو زمونږ په بې ګناه ملت ډیر ظلمونه ګاللې دي . د بې شمیره افغانانو دژوندد لاسه ورکولو ، د اقتصاد د تباهۍ د امنیت د نه شتون ، د نشیي توکو ، اداري فساد او داسي نورو ناورینونو له کبله په افغانستان  ډیرې بدې ورځې تیرې شوې . د نړۍ نږدې هر هیواد د خپل تاریخ په اوږدوکي  جنګیدلی دی خو بالاخره هر څه ختم شوي او د صلحې او امنیت پروسې بیارغې ته زمینه مساعده کړې . دا منطقي ده چې په افغانستان کې به هم جنګ اخر ختم شي  او د جنګ له کبله پیدا شوې ستونزې به بیا هم  تر یو حده حل شي خو باید متوجه اوسو چې زمونږ مشران د ولس د صبر امتحان باید نور وانخلي ګنې نه به خدای اوبښي اونه تاریخ  . کامیاب  ملتونه هغه دي چې ولس یی خپلو ملي ګټو ته په شخصي ګټو اولیت ورکوي . خو له بده مرغه د تیرو ۳۴ کلو راهیسې زمونږ ملت کې د بیرونې مداخلتونو له کبله د ملت پالنې احساس کم شوی چې په نتیجه کې یې د هغه خلکو مخه نیول شوې چې غواړي دا هیواد صلحې  اوثبات په لور بوځي افغانان طبیعتاً په وطن مین دي او همیشه یی د خپل ټاټوبي نه کلکه دفاع کړې ده . له بده مرغه زمونږ د وینو او قربانیو  له کبله  نورو هیوادونو  ګټه پورته کړه او اوس هم د افغانستان د دوامداره بې ثباتۍ په نتیجه کې دا حالت دوام لري . په افغانستان کې روان  جنګونه د ډیرو هیوادونو لپاره د خالي چیکونو مثال لري . ( یعنې دوی کولی شي چې هر رنګه ګټه تري پورته کړي پورته کولای یې شي) د نظر اختلاف مشروع عمل دی خو مونږ باید دا اجازه ورنکړو چې دغه د نظر اختلافات زمونږ په ملي ګټو باندي تاثیر ګزار شي دا یو واقعیت دی چې هر شی خپل دوران لري  او ختمیږي  په شمول د خلکو چې په قدرت او حکومت کي اوسي ، خو هغه څه چې پایښت لري هغه پوهه ده ، ښوونځي  دي او تعلیمي ادارې  دي . که هر څوک په قدرت کې وي دې ادارو کې به درس لوستل کیږي چې دا به د ټول ملت په ګټه اوسي . جاپان او افغانستان په یوه ورځ ازادي اخیستې او یو چا  د یو  جاپاني عالم نه  د اتم بم  نه وروسته د هغوی دبې ساري پرمختګ په اړه پوښتنه اوکړه ، نو هغه په ځواب کې وویل چې کله جاپان د تباهۍ سره مخامخ  شو نو هغوی هر کتاب چې به په مخه ورتلو نو جاپانې ته به یی ژباړلو او خپله ټولنه یی تعلیم یافته کړه . مونږ  په دري ژبه کې  ډیر علمي اثار لرو  باید په پښتو یې وژباړو د یو هیواد د بریالیتوب یواځینۍ لیار پوهنه ده . که هرڅومره هم  د نظر اختلاف ولرو د یو ملت  په صفت باید پدې موافق اوسو چې تعلیمي موسسات  زمونږ د هیواد بنسټ دی او وي به  .  باید وپوهیږو چې  د پښتنو په سیموکې مکتبونه  دیو هدف په خاطر سوزول کیږي اقتصاد ، امنیت ، او په سیاسي لحاظ قوي حکومت په تعلیم انحصار لري . هغه هیوادونه چې یو وخت د افغانستان د سلطنت برخه وه اوس په منظمه توګه زمونږ  د هیواد په داخلي چارو کې مداخله کوي . او ددې غټه وجه داده  چې مونږ  د تعلیم د نه شتون ښکار یو . حکومت او مخالفین باید د ښوونې مراکزو ته د بې طرفه ځايونو په صفت اوګوري . کلونه اخلي چې یو نفر تعلیم یافته کړو خو په څو دقیقو کې کولی شو د مینځه یې یوسو . د مسلمان په صفت تعلیم باید زمونږ اولیت اوسي . کله چې یورپ د تورتم د دور نه تیریده نو مسلمانان وو چې اول روغتون  ، د عالي تحصیلاتو ادارې یې جوړې کړې او د ریا ضي او ساینس کې یې پرمختګونه اوکړل . اروپایانو به دا افتخار ګڼلو چې  د منځنې ختیځ کې په  یودرسګاه کې شاګرد اوسي . د مسلمانانو په توګه مونږ باید دا دعا ووایو چې ربي زدني علما ( اي ربه زما په علم کې اضافه اوکړې ) سوره طه ( ۲۰:۱۱۴) 

Wali Haddad Farhad

                         Philosophy Of Pashtoonwali Continues.


In Pashtoonwali, representatives are elected by the community to represent constituents and help solve problems through dialogue at both the local and national level through what is called jirga (council) at the local level and Loya Jirga (Grand Council) at the National level.  When Afghans ruled India in the 17th century during the Abdali Empire, some of these practices like jirga also introduced there to settle disputes where they referred to it as Panchaiat, and it is still practiced.  Over 60 codes of ethics of Pashtoonwali are explained in details that go back hundreds of years helping address issues in a democratic way, and it is much older than Western democracy.  However, due to ethnic cleansing and genocide of Pashtoons, systematic assassination of Pashtoon figures, and trying to eliminate Pashtoonwali,  new ideologies have been introduced, forced,  and have failed, such as extremism, communism, and Western Democracy.   This book came under criticism from some elements, and at the end of this book, all critiques and the responses by Hoonar Pashtoon have been published. It would have been wise for these elements to criticize the cultural genocide taking place in Afghanistan instead, but unfortunately, they spent their time and energy on attacking something that is part of our country and culture.  It will be wise for all Afghans, especially the educated sector, to prevent foreign influence.  Foreign influence and interference is moving in at an unbelievable rate in Afghanistan, and we all witness simple changes like the clothing sold in bazaars, media programming, changing of accents, the education system and disrespecting our national leaders, the fathers of our nation.  Although we are not obligated to answer to such individuals because Pashtoowali’s roots are much stronger and have historical roots and with high principles as it are practiced by millions of people, we have decided to add a section for the younger generations to understand and be prepared to be able to defend such criticism with logic and historical facts. On that note, I would like to thank Mr. Naseer Hoonar Pashtoon for his effort to respond, and we have published this in the back of this book. My thanks are also extended to Zalmai Pashtoon for his assistance with editing.This is one of many books written by my late father, Qudratullah Haddad Farhad, who wrote for over 60 years and had deep understanding of Afghan Culture, history, and politics. During the sixties and seventies, many new ideologies and political parties were formed, but Ghulam Mohammed Farhad, the founder of Afghan Millat and Haddad Sahib along with a group of Afghan Patriots promoted and emphasized nationalist ideas and figures. As a nation, we must look back at our history, culture, language in order to survive the current situation where our country is surrounded by major powers who want to eliminate our culture and corrupt our society.  We encourage the younger generations, who understand the codes of Pashtoonwali, to research on this further.  We will recover from wars and all the casualties but not from the loss of culture, traditions, and values if we are not careful. Afghanistan will get out of this situation since this is not the first time we are going through difficult times, but unfortunately, it comes with a price that puts us centuries behind.  The countries that we ruled once are now directly interfering in our internal affairs.  During the cold war, people around the world from America, Europe, to Asia were living in fear, but it was the Afghans who sacrificed millions of lives, accepted hundreds of thousands of orphans and widows, and were left with a destructed nation. Because of the Afghan sacrifice, new countries emerged on the world map. After the defeat of the Soviets, the major thing Afghanistan’s neighbors feared was the courage and charisma of the Afghans, and if the hundreds of thousands of Mujahideen and the professional Army that was left behind by the communist regime with the latest technology would have united, Afghanistan would have had the potential to be a regional power, and the neighbors feared that.  By arming different factions and fueling the civil war and cultural genocide, those who interfere wanted to eliminate the nation as a whole.  With the new government in 2001, innocent lives were again lost and former warlords were not brought to justice but instead were given high profile government positions. Some people were hopeful but then again the system of Loya jirga was used to the advantage of non-Afghans and on the day of the jirga, former King Zahir Shah was sidelined.  We may see some progress with reconstruction, education, and economy, but unfortunately, it is not long term. One of the important things for any government to survive is justice, and that is something we lack.  If a chance is given to the Afghans by forming a true Loya jirga and true nationalists take part, a strong national government can be formed free of warlords, drug lords, and white-collar criminals holding foreign passports while supposedly serving the Afghan government.  When foreign countries claim they are nation building, they only do so for their own interests and what happens to the people of that country or the future means very little to them.   Let us turn back our history and focus on our way of solving our dispute and focus on education. We have enough people with talent and expertise outside of Afghanistan who really want to work towards the stability and advancement of Afghanistan.  As Mirwais Neka stated: "The people of talent and knowledge live not only in big palaces and big houses; people of talent and knowledge also resides in our mountains and deserts." A chance needs to be given to those who made sacrifices for the freedom of the country, the true Mujahideen who shed blood for the freedom and dignity of the country and are out of the picture, forgotten. We Afghans have something unique and priceless, and that is courage and charisma.  What we need is to work towards education and work towards a united, independent, politically and militarily strong nation like our forefathers Mirwais Neka and Ahmad Shah Baba once had for us.

Arin Karimian                                 


 Afghanistan’s oldest journalist On a humid day during the summer of 2002, Qudratullah Haddad Farhad briefly stepped outside to fetch mail from his post box across the street. Amid bills and junk mail was a nondescript envelope from Afghanistan, Farhad’s country of birth. Though addressed to him, the letter was not from friends or family.Qudratullah Haddad Farhad remains an influential figure among Afghan Pashtuns.Instead, this letter was from Hamid Karzai, then recently appointed as interim president. After the removal of the oppressive Taliban regime in late 2001, Karzai established a new Afghan government. Trying to rebuild a country ravaged by years of violence, Karzai reached out to expatriates around the world, offering roles in the government and asking for their assistance. Farhad, an American citizen, was asked to provide “cultural advising.” This was not the first time his help was requested. After the Soviet Union withdrew from Afghanistan in 1989, the country attempted national reconciliation. Reaching out at first to clerics and religious leaders, attention then turned to Afghan nationalists. Farhad was part of this group, yet wanted no part in the reconciliation. Much like that episode over a decade earlier, Farhad never seriously considered Karzai’s offer. Minutes after reading the letter, Farhad wrote an unequivocal rejection to Karzai: “In the new government, oppressors are sitting next to the just, and I don’t want any part of that.” ***** The eighth of ten children, Farhad was born on Oct. 1, 1930 to a landowning family in Kabul. The Farhads were originally from the Maidan district in modern-day Wardak Province, an agrarian area in central Afghanistan. When Qudratullah, which means “power of God,” was born, the Farhads were firmly entrenched in the Afghan capital. “My father moved the family to Kabul because of his children,” says Farhad. “Afghanistan’s only high school at the time was there and my father wanted us to be educated.” The 1915 move to Kabul contributed significantly to the success of Qudratullah and his oldest brother, Ghulam. In 1921, Ghulam was among the first group of Afghan students sent abroad. After graduating with a degree in electrical engineering from the Technical University of Munich, Ghulam returned home in 1928. The star of the Farhad family, Ghulam served as Kabul’s mayor from 1948-1954 and is credited with modernizing the traffic system and bringing reliable electricity to the capital. “Ghulam inspired and pushed me throughout my life. In addition to being my older brother, he was my biggest influence and the person who shaped my success,” says Farhad. Today, Farhad lives with his wife of nearly 50 years, Mariam, in the northern Virginia suburb of Herndon. Farhad has lived in the same modest, well-maintained end-unit townhouse since coming to the U.S. in 1987. The aging, overcrowded neighborhood with scarce parking and too many stray cats seems an unlikely location for an influential figure from Afghanistan’s past. Yet, Farhad feels at home here. When the weather and his aching back cooperate, which rarely happens anymore, the 78-year-old goes on a daily walk. Several times a day, Farhad sits on the small patio in his backyard, puffs on a cigarette, and listens to classical music on a dingy small radio. The routine, he says, helps him relax and cultivate writing ideas. “I’m always thinking about my next column and the porch is where I get some of my best ideas,” says Farhad. Unlike many Afghan expatriates, Farhad remains prominent, particularly among his ethnic group, the Pashtuns. He writes a daily column for the Sapi Center for Pashto Research and Development, or SCPRD. The Pakistan-based organization’s website publishes a new Farhad column nearly every weekday. Syndicated in Pashtun publications for over two years, his writing enjoys an audience of Afghans worldwide. At his age, Farhad remains prolific despite being unpaid. His work habits have a unique simplicity. He has no home office. A dresser drawer in his bedroom with a chair on the side serves as a desk. Farhad has a laptop, but he does not use it to type the column. Instead, he writes it by hand in Pashto, then faxes it to the SCPRD, which types it in Pashto font and publishes it for the masses. Farhad’s columns typically address topics like corruption in the Afghan government and the American occupation. The pieces, Farhad says, discuss current affairs while tying in Afghan culture, history, and literature. “I feel like I help younger generations of Pashtuns understand and appreciate history while being aware of current events,” says Farhad. ***** Farhad was first published when he was 18, in a newspaper named Ayena, or “Weekly Mirror.” “I studied up to the tenth grade,” says Farhad. “Then I started to work at Ayena.” Farhad’s brother, Ghulam, was a close friend of the paper’s editor. When Farhad met the editor, he showed him some writing samples. As early as he could remember, Farhad was always more comfortable writing than speaking. “You’re a writer. Come work with me,” said the editor after quickly skimming the work. One advantage Farhad had over other writers was his ability to write in Pashto, his mother tongue, and Dari, Kabul’s primary language. At the time, it was rare for his peers to be proficient in both. While at Ayena, Farhad enrolled in a four-year vocational school for journalism. Upon graduating, he left Ayena to become an editor at Pamir, named after the mountain range partly located in Afghanistan. At Pamir, Farhad met Ibrahim Safa, who became a lifelong friend. Imprisoned for 14 years under a previous government, Safa was a columnist at Pamir. The government’s only condition on his writing was that Safa be unpaid. Farhad was uncomfortable with the arrangement. “I decided to secretly pay him,” says Farhad. “I jeopardized my own employment because it was unfair for him to work for free.” The gesture rewarded Farhad when Safa left Pamir to become the president of Afghanistan’s Chamber of Commerce. Safa offered Farhad a position, and the aspiring writer spent 17 years there. Farhad served as the Chamber’s director of public information and the editor of its publication Iqtizad, or the “Economist.” ***** In his prime, Farhad stood 6’5.” Today, an untreated herniated disc causes him to slouch and makes him closer to 6’2.” He is no less imposing, though. The father of seven is bald and stocky with a tan complexion, piercing light brown eyes and a beard that befits an intellectual. Sitting in his living room adorned with two colorful Afghan rugs, Farhad talks about his involvement in politics. He remembers 1964, when Mohammed Zahir Shah, the last king of Afghanistan, introduced a new constitution and embraced democracy. “We got freedom of speech and the press among other things,” says Farhad. “Afghanistan opened up and it was a good time in the country’s history.” The changes allowed for multiple political parties. Ghulam established the Afghan Mellat, or “Afghan Nation,” party in 1966. Farhad became a member of the nationalist Mellat, also known as the Afghan Social Democratic Party. While his brother led Mellat, Farhad oversaw the party’s newspaper of the same name for eight years. The Communist coup in April of 1978, however, changed everything. Mellat was banned and Farhad and everyone affiliated with the party were immediately jailed. “The Communists wanted to control the mind of the people; don’t read this book, don’t write that article and so on,” says Farhad. Farhad served two years in prison before being released by Babrak Karmal, Afghanistan’s third president after the 1978 coup. While Farhad said he was treated with leniency in prison because of influential Pashtun contacts, he knew his time in Afghanistan was over. “If I stayed, the Communists would have kept track of everything I did. I probably would have gone back to jail. I could not live like that,” says Farhad. Helped by loyal Pashtuns, Farhad fled to Peshawar, Pakistan, with his two oldest daughters. Shortly after, he brought Mariam and the four other children. His youngest son was born in Peshawar, which is on the edge of the Khyber Pass, bordering Afghanistan. As the cultural, economic, and political capital of Pashtuns in Pakistan, Peshawar served as Mellat’s new base. Farhad resumed involvement with the party for the next seven years. In 1984 he received word that Ghulam had died in Kabul. Farhad ran for the party’s leadership in 1987, but was defeated. Following the loss, Farhad decided to move his family to the U.S. First, he sent Mariam and the children to America, then Farhad himself traveled through Europe for three months before reuniting with them. Under the auspices of the Committee for Afghanistan, Farhad gave lectures throughout Europe about his experience and Afghanistan’s political situation. ***** A large, glossy portrait of Farhad hangs prominently in his living room, awing any visitors. Two traditional Afghan daggers adorn the wall to the left. With his native country devastated by violence, Farhad has armed himself as well. His weapon of choice is his pen. “This new generation is thirsty for information. It’s important to know current events and ancient history, and that is what I try to teach with my articles,” says Farhad. Among his feats, Farhad has written ten books on Afghan history or culture. Pashtunwali, or “Pashtun Code of Honor,” received a top literary prize from the Afghan Ministry of Culture. Farhad’s  accomplishments all beg this question: Why turn down Karzai? “How can I sit next to people in the government who are responsible for 50,000 lives (deaths)? I keep my distance because this administration is corrupt,” says Farhad. A man with principles, Farhad has lost friends to disappearances, life imprisonments, and executions. He has lost his own freedoms and does not take anything for granted. Still, he somehow remains optimistic about his homeland. “Before Western influences, Afghanistan was self-sufficient, though not necessarily rich,” says Farhad. “When the country can take care of itself again is when it will see peace, prosperity, and sovereignty. “It will be messy at first, but the country will heal itself.” Much like the way Farhad heals himself with a daily fax to Pakistan. *** This story was written in 2009 for an interviewing class at Georgetown University