HADDAD FARHAD




د حداد فرهاد ویب پاڼه
چا وی دا چی فرهاد لاړ له دنیا تیر شو
ژبه ګونګه د هغو شه افغان نه مړی

غلام محمد فرهاد
Ghulam Mohammad Farhad
(Papa Ghulam)

غلام محمد فرهاد د حاجی سید احمد زوی په کال ۱۹۰۰ کی په میدان کی زيږیدلی دی . میدان له کابل نه تقريباً ۳۵ کیلو متره واټن لری . دده پلار یو زمیندار سړی وو چی په میدان کښی په زراعتی چارو بوخت وو . څنګه چه په هغه وخت کی ددوی د اوسیدنی په ځای کی د ماشومانو لپاره د تعلیم او تربیی امکانات ښه نه وه نو د غلام محمد پلارپه کال ۱۹۱۰ کی د کورنی سره کابل ته په کډه ولاړ. په کابل کی دده دواړه زامنو غلام سرور او غلام محمد د حبیبیی لسه وویله غلام محمد چی وروسته بیا د غلام محمد فرهاد په نامه مشهوره وو ، په کال ۱۹۲۱ کی چی د امان الله خان د پاچاهی وخت وو ، د یوه بورس په استفاده المان ته ولیږل شو. غلام محمد فرهاد د مونشن په تخنیکی پوهنتون کی الیکترو تخنیک پای ته ورساوه . په کال ۱۹۲۸ کی غلام محمد فرهاد د مونشن د پوهنتون تر فارغیدو وروسته د انجنیر په توګه افغانستان ته ستون شو او هلته د جبل سراج د برق په دستګاه کی په کار و ګومارل شو. کوم وخت چی امان الله خان په هیواد کی د کورنیو ستونزو له امله د حبیب الله کلکانی (بچه سقاو) له خوا و تيښتی ته مجبوره سو او حبیب الله کلکانی د هیواد واک په لاس کښی واخیست ، غلام محمد فر هاد د نورو زیاتو تعلیم یافته کسانو په شان بیکاره شو. څو موده وروسته کوم وخت چی نادرخان پاچاهی ونیوله غلام محمد فرهاد د کار په وزارت کی د برق د مدیر په توګه مقرر شو او دنده يی داوه چی د کابل ښار ته په کافی اندازه برق ورسوی . د نادرخان تر وژل کیدو وروسته ظاهرشاه ټینګار کاوه چی د کابل ښار باید پوره او کافی برق ولری . څنګه چی د جبل سراج د برق دستګاه له یوی خوا زړه شوی وه (په کال ۱۹۱۴ کی فعال شوی وه) او له بلی خوا یی ظرفيت فقط ۹۰۰ کيلو واټه وو، د کابل د ښار لپاره يی کفایت نه کاوه . له همدی کبله و غلام محمد فرهاد ته دنده ور په غاړه شوه چی په چک ورګ کښی یوه نوی د برق دستګا جوړه کړی . غلام محمد فرهاد المان ته سفر وکړ او د زیمنس کمپنی سره يی د برق توربینونو قرار داد امضأ کړ . په کال ۱۹۳۷ کی په چک وردګ کښی نوی توربینونه و درول شول او دکابل ښار په کاپی اندازه برق پیدا کړ . په کال ۱۹۳۹ کی د برق شرکت تأسیس شو چی مشری يی غلام محمد فرهاد ته ور په غاړه شوه ددویم نړیوال جنګ وروسته په کال ۱۹۴۶ کی غلام محمد فرهاد ددویم ځل لپاره المان ته سفروکړ اود سروبی لپاره يی د زيمنس د کمپنی سره د برق د د ستګاه قرار داد امضأ کړ . کوم وخت چی غلام محمد فرهاد لا په اروپا کی وو د افغانستان صدراعظم شاه محمود خان په افغانستان کی زیاد سیاسی تغیرات را وستل. په همدغه وخت کی باید د کابل ښاروال نوی مقرر شوی وای . غلام محمد فرهاد له اروپانه د کابل د ښاروالی لپاره ځان کاندید کړ . د لمړی ځل لپاره په افغانستان کی غلام محمد فرهاد په ازادو انتخاباتو کښی د کابل د ښاروال په ټوګه انتخاب شو د غلام محمد فرهاد دښاروالی په دوره کی چی پنځه کاله يی دوام وکړ د کابل په ښار کی زیات تغیرات راغله . د میوند جاده او نادر پښتون جاده دده په وخت کی جوړی سوی . د کابل څلورمی کارتی (کارته چهار) ، شاه شهید ، میر ويس میدان ، سخی کارته (کارته سخی) او جمال مینی کارونه د غلام محمد فرهاد په دوره کی شروع شوه . تر ټولو مهم تغیر چی د غلام محمد فرهاد د ښاروالی په دوره کی اول په کابل بیا په ټول افغانستان را منځ ته شو هغه د ترافیک د نظم اړول وه . غلام محمد فرهاد و توانیدی چی د افغانستان ترافیک د انګريز له سیستم نه له چپ لاس نه و راسته لاس ته واړوی . د ترافيک د نظم په اړولو غلام محمد فرهاد و انګریز ته وښودل چی افغانستان نور د انګریز پر لار روان ندی بلکه د بین المللی جامعی يو غړی دی غلام محمد فر هاد چی په اخیرو وختونو کی د پاپا غلام په نامه مشهوره وو په کال ۱۹۶۶ کی تقاعد شو . تر رسمی تقاعد وروسته پاپا غلام يوه سیاسی پارټی د افغان ملت په نامه تشکیله کړه او په دغه نامه يی یوه جریده هم خپروله . کوم وخت چی په کال ۱۹۷۹ کی کمونستانو په افغانستان کی واک په لاس کښی واخست ، پاپا غلام د خپل مشر زوی نادرسره یوځای د حفیظالله آمین له خوا ونیول شو او بندی خانی ته واستول شو . په ښکاره توګه د حفیظالله آمین بهانه داوه چی ګواکی پاپا غلام د آمین په مقابل کی په یوه کودتا لاس پوری کاوه . اما د پاپا غلام د بندی کیدو اصلی علت داوو چی دی د کمونستانو ضد وو او د آمین د حکومت غوښتنه يی ونه منل چی دافغانستان د نوی اساسی قانون جوړيدو کی همکاری وکړی . څنګه چی د کمونستی رژیم په دوره کی هغه کسان چی بندی خانی ته به ولاړه بیا چا نه لیدل ، همدارنګه هم پاپا غلام . پاپا غلام تر بندی کیدو وروسته بیا له بندی خانی را ونه وتی او نه بیا چا ولید. غلام محمد فرهاد په ۶ د نوامبر ۱۹۸۴ له دنیا نه سترګی پټی کړی او په ابدی خوب بیده شو .
»ټول افغانستان«

Tags: Ghulam Mohammad Farhad, Gholam Mohammad Farhad, Ghulam Mohammad, Farhad, Papa Ghulam

Source: http://www.tolafghanistan.com/


Ghulam Mohammad Farhad (1901–1984) was the founder of Afghan Melat. He studied electrical engineering in Germany  from 1921 to 1928. After he returned to Afghanistan,
Farhad was appointed to several electrical engineering -related posts in the government, finally serving as president of the Kabul Electric Company.  He became mayor
of Kabul (1948-54). He built the Jada-e Maiwand (Maiwand Street), the first major avenue through the old town of Kabul, relocating displaced residents, and changed
the traffic from the British Indian system to right-hand driving, which was subsequently adopted throughout Afghanistan. In 1966, Farhad founded the Afghan Melat Party. He was elected to Parliament, representing the sixth district of Kabul, in 1968, but later resigned his seat on the basis that the Parliament was not serving the
Afghan people to the best of their interests. He was later a political prisoner of the PDPA/Khalq government, when he was freed in a general amnesty. He died in 1984
in Kabul.


.

Books About Ghulam Mohammed Farhad

More Information Coming Soon!

Ghulam Mohammed Farhad Berlin Germany  1938.

Ghulam Mohammed Farhad The Star of Farhad's Family